IQNA

پاراچنار چرته دی  او ددغې سیمې د ماشومانو پشمول د ځائي خلکو د قتل عام څه کیسه ده؟ (مقاله)

16:10 - December 28, 2024
د خبر لمبر: 3490377
ایکنا -په پاراچنار کورمې  سیمې کې ترټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې  هغه مهال وشو، چې یوشمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو  د افغانستان د طالبانو په مرستې سره  او د ځینو حکومتی او استخباراتي کړیو  ورڅخه ناوړه استفاده وکړه  او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه او  دغه کلابندي  او جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې  دوام وکړ، خو ددغې سیمې خلکو په سخت مقاومت  او شجاعت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه  او بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پاي کې  د خیبرپختونخواه صوبې  نورو  قبایلو  مشرانو د جرګو په وسیله  ددواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښودله

 ایکنانیوز - پاراچنار د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې  یو ښار دی چې  زیاتره خلک ئې  د  شیعه مذهب او مکتب پیروکار دي ، داسې خلک په وروستیو کلونو کې پر ې په کرتو  د تکفیری او داعشي ترهه ګرو او د تحریک طالبان  پاکستان یا هماغه ټي ټي پي  وګړو دحملو ښکار شوي دي ،

پاراچنار یوه ډيره ښه آب وهوا لرونکي او د کرهڼیزو چارو لپاره  یوه مناسبه او ښیرازه سیمه ده . دغه سیمه ډير فصلونه او سبزیانې او میوې لري، په تیره بیا ، ماڼې ، ګلاس، خوبانۍ (زرد آلو او انګور ، آنار،غوځان ، ناک  او داسې ځيني نورې میوې ئې  ډیرې مشهورې دي. دغه راز  په دغې سیمې کې  دغنمو، ورژو ،جوارو، وربشو، مئيو، سویابینو،کورخو په څير ډول ډول  فصلونه هم   دود دي . ددغې سیمې په طبیعي منظرو کې ، غرونه ، ځنګلونه ، لوړې څوکې ، ښیرازه سیمې  ،د خوږو اوبو چینې  او ډير د لیدو وړ ښکلي او شنه شنه  ځایونه دي چې دغه سیمه ئې په یوه ډير خاص او ښکلي ځاي  بدله کړې ده.

د پاراچنار آبادي د پښتنو مختلف قومونه جوړوي ،  ددغه ښار یوه څرګنده ځانګړنه، د پام وړ شیعه آیادي ده چې دا سیمه ئې  په پاکستان کې د شیعیانو په یوه اصلی مرکز بدله کړې ده .البته دغه خلک له اهل تسنن  مسلمانانو سره  هم ډير ښه چلند کوي او  اهل سنت خپل وروڼه ګڼي  او له ډیرو مودو راهسې  اهل تشیّع او اهل تسنن په دغې سیمې کې ډیر ګډ سوله ایز ژوند کړی دی، خو له بده مرغه ځینیو کړیو  او  تالی څټو  او تکفیری دلو ټپلو ددغې سیمې  امنیت او  ورورولي  په همداوروستیو کلونو کې سره تر یوه حده  اغیزمنه کړې ده . پر پښتو ژبې سربیره ، په دغې سیمې کې  خلک اردو ژبې باندې ښه پوهیږي او وبارندې خبرې هم کوي ،ځکه چې اردو د دوي یعني د پاکستان ملی ژبه ده . دغه سیمه  له کلتوری پلوه ډيره بډاي سیمه ده  او خلک ئې ډیر  میلمه پال او د قبایلي دودونو  ته داحترام کونکي  خلک دي .

Parachinar - Travel Guide

په پاراچنارکې  د تاؤتریخجنو شخړو او ترینګلتیاؤ تاریخچه!  

په پاراچنار سیمې کې  د اسلام د ګران پیغمبر(ص)  د پاکو اهل بیت علیهم السلام  د محبانو او شیعیانو  د وژ۱لو او تاؤتریخوالي تارخچه  له لسګونو کلونو مخکې ته ورګرځي .  په دغې سیمې کې ډیرې تاؤتریخجنې  شخړې او  د مځکو او  غرونو او د اوبو د حق په سر سره  د قبایلو ترمینځ  نښتې  شوي  او کیږي ، چې  ځیني کړئ له وخت او  حالاتو او شرائطو څخه په ناوړه  استفادې سره دغو تاؤتریخوالو ته د فرقه پالو نښتو رنګ ورکوي  چې دغه نښتې د شیعه اوسني مسلمانانو په یوې خطرناکې شخړې بدلوي  چې   په سلګونو بې ګناه مسلمانانو وینه پکې بهیږي

Parachinar - Travel Guide

 په پاراچنار کورمې  سیمې کې ترټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې  هغه مهال وشو، چې یوشمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو  د افغانستان د طالبانو په مرستې سره  او د ځینو حکومتی او استخباراتي کړیو  ورڅخه ناوړه استفاده وکړه  او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه او  دغه کلابندي  او جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې  دوام وکړ، خو ددغې سیمې خلکو په سخت مقاومت  او شجاعت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه  او بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پاي کې  د خیبرپختونخواه صوبې  نورو  قبایلو  مشرانو د جرګو په وسیله  ددواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښودله چې وروسته ئې  د یوې لوئې  جرګې په جوړولو سره  ددواړو  لورو ترمینځ  تړون هم لاسلیک کړ او تر څو کلونو پورې په دغې سیمې کې امن او ثبات ټینګ شو.په دغو شخړو کې  کابو له دوه نیم زره تر درو زرو پورې شیعیان  شهیدان  او په سلګونو نور ټپیان شول  او دغه راز ډیر سیمې ویجاړې شوې  او  په زرګونو خلک کډه په سر شول.

 د کارپیژاندو  په  اند د پاراچنار په زیاترو پيښو او شخړو کې  دجنایتونو د ترسره کیدا لپاره  له تکفیریانو څخه به ملاتړ کې  له صهیونیسټانو  سره د اړونده عواملو اوتالی څټو رول  او  له سیمې د ورآخوا  عناصرو  لاسونه لیدل کیږي.  په پاراچنار کورمې سیمې کې  له جنایتونو  د تکفیریانو او  دهغو د ملاتړو موخه  په اسلامی نړۍ کې په یوبلې  غزې  یا میانمار باندې ددغې سیمې  بدلول دي.  چې  په دغې سیمې  کې د اهل تشیّع په ډير ښه او د ورورولۍ چلند په وجه تر دې دمه د تکفیری ترهه ګرو او نورو له سیمې د  ورآخوا  عناصرو  دغه سپیرې موخې او  نقشې له ناکامۍ سره مخ شوي دي. 

A Look at Terrorist Attacks in Parachinar and Public Reactions - Hawzah  News Agency

Terrorism in Parachinar in the name of religion : r/pakistan

 

captcha